ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دس یاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه پرون ناونه ددغه غورځنګ اصلي اوه لومړیتوبونه اعلان کړل .
اسماعیل هنیه ددغه غورځنګ لومړنی لومړیتوب د فلسطین موضوع دفاع کول او په هره بیّه دفلسطین د ملت د حقوقو له مینځه وړل کیدا اجازت نه ورکول اعلان کړل .
هنیّه ددغې مقاومتي ډلې دوهم لومړیتوب هم د مقاومت دپروژې خوندي ساتل او په مختلفو اړخونو کې ئې پراختیا وبلله .د فلسطین دملت د وحدت بیرته ستنیدا او په څو ډلو ئې د ویشل کیدا ختمول ، دغورځنګونو ترمینځ د سسیاسی ائیتلافونمو جوړول او په اسلامی او عربی چاپيریال کې د اړیکو پراختیا ، له نړیوالې ټولنې سره داړیکو ټينګیدا او له نړیوالو بهیرونو څخه استفاده او د فلسطین دموضوع په وړاندې د ملتونو په دریځونو کې رامینځةشوي مهم بدلونونه ، د نیواکګرو د دسیسو په وړاندې له دوي څخه دقدس حفاظت او خوندي ساتل،او صهیونیسټ رژيم له بندونو د فلسطینیو بندیانو خوشی کول،د حماس غورځنګ نور لومړیتوبونه دي چې اسماعیل هینه بیان کړل .
د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر همداراز د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددغه مقاومتي او مبارز غورځنګ داړیکو په باب هم ټينګار وکړ ، له ایران سره د مونږ اړیکې سټراټژيکې دي ، ځکه ایران د مقاومت د پروژې یو مهم رکن حسابیږي . https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i108642